د يمن پوځ وايي، پر اشغالي فلسطيني خاوره یافا او ام‌الرشراش يې بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی چې د اسراییلي له خوا پر اشغالي فلسطيني یافا ښار یې د فلسطین۲ په نوم د فوق‌صوتي بالستیک توغندي په وسیله برید کړی دی.

د پوځ په وینا، دغه توغندی څو ویشتونکې سرګلولې لري او برید یې خپلې موخې په بریالیتوب سره په نښه کړي، چې له امله یې په لسګونو زره اسراییلیان پناه‌ځایونو ته تښتیدلي دي.

یمني ځواکونو زیاته کړې، چې د یاد توغندي تر څنګ یې د ام‌الرشراش په سیمه کې هم پر دوو مهمو اهدافو د دوو بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله برید کړی، چې دواړه عملیات بریالي دي. يمني پوځ ټینګار کړی چې یوازینۍ لاره د عربو او مسلمانانو لپاره د اسراییلو پر وړاندې ودرېدل، مقاومت او د فلسطین د ولس ملاتړ دی.

د يمن مشران وايي، تر هغه چې پر غزه بریدونه روان وي او محاصره ترې نه وي لرې شوې، دوی به د اسراییلو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button