ایران د اسراییلو يو مهم جاسوس اعدام کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د ایران قضايي چارواکو اعلان کړی چې د بهمن چوبی په نوم یې د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور يو تن اعدام کړی دی.

د میزان خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړی د دوشنبې په ورځ اعدام شوی او د اسراییلو د استخباراتو «موساد» له مهمو جاسوسانو څخه بلل کېده.

ایراني چارواکي وايي، د موساد اصلي موخه د نوموړي له لارې د دولتي ادارو د معلوماتو بانک ته لاسرسی او د ایران د معلوماتي مرکزونو نفوذ و. راپور زیاتوي، چې نوموړی د برېښنايي تجهیزاتو د وارداتو د لارو د معلومولو په ګډون په څو نورو برخو کې هم هڅې کولې.

د ایران سترې محکمې د نوموړي استیناف رد کړی او د «فساد في الارض» په تور یې د اعدام حکم تایید کړی و.

دا اعدام داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ تاوتریخوالی د روان کال په جون میاشت کې د مستقیمو بریدونو تر کچې لوړ شو. راپورونه وایي، یوازې په څو میاشتو کې په ایران کې د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور لږ تر لږه ۱۰ تنه اعدام شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button