د غزې جګړه؛ د مقاومت ځواکونو عملیاتو کې ګڼ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۴ل)
د فلسطیني د مقاومت ځواکونو د غزې په شمال کې د صهیونیستي پوځ پر مرکزونو او پوځي کاروانونو بریدونه ترسره کړي دي.
د دغو عملیاتو په ترڅ کې ګڼ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د حماس اړوند القسام ځواکونو د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې د اسرائیلي پوځ پر ګڼو پوستو یې بریدونه کړي دي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي پوځ تر اوسه په رسمي ډول د خپلو تلفاتو کره شمېرې نه دي خپرې کړې.



