یمني ځواکونو عدن خليج کې صهيونيستي کيښتۍ په نښه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسله والو ځواکونو په یوه رسمي اعلامیه کې اعلان وکړ، چې ځواکونو يې د «MINERVAGRACHT» په نوم یوه کښتۍ په عدن خليج کې د کروز میزایلو پر مټ هدف وګرځوله. د اعلامیې په وینا، دغه کښتۍ د فلسطین اشغال شویو بندرونو ته د ننوتلو د بندیز سرغړونه کړې وه.

اعلامیه زیاتوي چې په برید کې کښتۍ ته مستقیم زیان رسیدلی، اور پرې لګېدلی. دغه اقدام د یمن د وسله والو ځواکونو لخوا د فلسطین مظلوم ولس د ملاتړ په موخه او د اسراییلي دښمن پر سمندري تګ‌ راتګ د بندیز د عملي کولو لپاره شوی دی.

خبر پاڼه کې ټينګار شوی، چې عملیات به تر هغه دوام وکړي چې د صهيونيستي رژيم وحشت پای ته ورسيږي او د غزې تړانګې محاصره رفع شي. همدارنګه، دوی ټولو سمندري شرکتونو او کښتيو ته خبرداری ورکوي چې د بندیز د سرغړونې په صورت کې به جدي اقدامات ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button