ذبیح الله مجاهد: د انټرنېټ د بندېدو په اړه د اسوشیټېډ پرېس ادعا ناسمه ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس هغه راپور رد کړی چې ګواکې نوموړي په افغانستان کې د انټرنېټ د پرې کېدو په اړه څرګندونې کړې دي.

مجاهد په خپله څرګندونه کې ویلي، د انټرنېټ د بندېدو د توجیه په اړه راپور ناسمه او جعلي ادعا ده، چې د هغه په حواله خپور شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت که کوم دریځ او خبره د اعلان وړ وبولي، د خپلو رسمي ادرسونو له لارې یې رسنیو ته رسوي، نه د بهرنیو چینلونو له لارې.

تر دې وړاندې اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی و، چې مجاهد پاکستاني خبریالانو ته په افغانستان کې د انټرنېټ پرې کېدل رد کړي دي، خو د اسلامي امارت ویاند دا راپور ناسم او بې‌اساس بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button