کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلې، چې د حماس او اسلامي جهاد له «زړورو وروڼو» سره خپل ملاتړ کوونکي پوځي عملیات یواځې د هغوی په غوښتنه درول کېږي او تر هغه وخت پورې به روان وي چې دوی وغواړي.
دوی ټینګار کړی، چې د مذاکراتو پرېکړه دوی نه بلکې د فلسطیني مقاومت مشران کوي.
د یمني ځواکونو لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «موږ مذاکراتو کې علاقهمند نه یو ځکه پرېکړه ستاسو په لاس کې ده؛ خو موږ پر خپلې ژمنې درېدلي یو. لکه څنګه چې زموږ مرستندویه پوځي عملیات ستاسو د غوښتنې په اساس پیل شوي وو دا عملیات به یوازې ستاسو د غوښتنې په صورت کې ودرېږي او هر وخت چې تاسو وغواړئ بیا به پیل شي.»
اعلامیه زیاتوي چې «ستاسو سرنوشت زموږ سرنوشت دی موږ به تر بریا یا تر شهادت پورې ستاسو سره یو.
د ویلو ده، چې یمني ځواکونه داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې حماس تېره شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د غزې په اړه د امریکایي ولسمشر ټرمپ د سولې طرحې ته په مشروط ډول مثبت ځواب ورکړ.
















