پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د مال پر مال سوداګرۍ نوې تګلاره منظوره کړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د کابینې د اقتصادي همغږۍ کمېټې (ECC) د یوې نوې مسودې منظوري ورکړې چې له مخې به يې له افغانستان، ایران او روسیې سره د مال پر مال سوداګرۍ پخوانۍ تګلاره بدله او اصلاح شي.

په دې غونډه کې چې د ماليې او عوایدو فدرالي وزیر محمد اورنګزېب یې مشري کوله، پرېکړه وشوه چې د سوداګرۍ وزارت دې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغانستان، سره د سوداګرۍ موجوده چوکاټ ته بدلون ورکړي، څو سوداګریزې اړیکې لا اسانه او عملي شي.

د نوې تګلارې له مخې، د یادو هېوادونو تر منځ به د نغدو پیسو پر ځای د توکو په تبادله سوداګري کېږي.

چارواکو ویلي، دا پرېکړه به د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د راکړې ورکړې د اسانتیا لامل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button