کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د حماس د سیاسي دفتر لوړپوړي غړي “موسى ابو مرزوق” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د مقاومت وسله د فلسطیني ولس ملي شتمني ده او د راتلونکي فلسطیني دولت په جوړېدو سره به همدې دولت ته وسپارل شي.
نوموړي الجزیرې سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی، چې هر څوک د غزې اداره او واکمني په لاس کې واخلي، وسله به هم د هماغه چا په اختیار کې وي.
د ابو مرزوق په وینا د حماس دریځ روښانه دی، چې د فلسطین د آزادۍ او د خپلواک دولت تر جوړېدو پورې به وسله د مقاومت په لاس کې وي؛ خو کله چې یو متحد فلسطیني دولت جوړ شي نو دا وسله به د ملي پوځ او رسمي ادارو برخه وي.
کارپوهان وايي د ابو مرزوق دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د فلسطین د مختلفو ډلو ترمنځ د راتلونکي سیاسي جوړښت، ادغام او امنیتي همغږۍ په اړه خبرې اترې روانې دي.
دغه دریځ ښيي چې حماس د فلسطین د داخلي وحدت لپاره د خپلو وسلو د برخلیک په اړه نرم دریځ غوره کړی څو د یوه واحد دولت په چوکاټ کې د فلسطین د راتلونکي سیاسي او امنیتي نظام برخه شي.

















