کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۴ل)
له آلمان څخه سرچینې وايي، د افغانستان د اسلامي امارت ډيپلوماټان د جرمني په بن ښار کې افغان قونسلګرۍ کې داخل او د قونسلګرۍ چارې یې په خپله غاړه اخیستي دي.
سرچينه زياتوي، دا بدلون تېره ورځ شوی او له هغه وروسته قونسلګري د اسلامي امارت د استازو تر ادارې لاندې راغلې ده.
د سرچينې په وينا، د اسلامي امارت ډيپلوماټ مصطفی هاشمي د جمعې په ورځ قونسلګرۍ ته ورغلی او هلته یې کار پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د قونسلګرۍ پخوانیو کارکوونکو څو ورځې وړاندې د اعتراض له امله استعفا ورکړې وه او د دفتر دروازې یې تړلې وې.
که څه هم ځینې سرچینې وایي چې د اسلامي امارت استازی د جرمني له حکومت سره له همغږۍ پرته دفتر ته داخل شوی، خو د برلین چارواکو له لوري تر اوسه په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.
دا پرمختګ په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې په وروستیو کې یو شمېر اروپایي هېوادونه د اسلامي امارت له استازو سره د تعامل لور ته روان دي.
















