کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د جمعې ورځې راپور کې ويلي چې د هېواد بېلابېلو لارو افغان مهاجرین په اجباري ډول راستانه شوي او اړین خدمات ورته وړاندې شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د هرات، نیمروز، کندهار، ننګرهار او کابل له لارو ټولټال ۹۶۳ کورنۍ، یعنې ۴۹۳۹ تنه ثبت او ۹۱۶ کورنۍ، یعنې ۴۹۸۰ تنه بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي. په دې ترڅ کې د مالیې، خدماتو او روغتیا کمېټو له لارې له ۱۰۹۱ کورنیو سره مالي او ځاني مرستې ترسره شوې او ۱۰۴۱ سیمکارتونه وویشل شول.
همدارنګه، د عامه پوهاوي برخې له لارې مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مرستو، لنډمهاله مېشتېدو، هېواد، اسلامي نظام او ښوونې په اړه لارښوونې ورکړل شوې. د راپور له مخې، په ټولو مرکزونو کې د خدماتو، تداوي، ډوډۍ او اوبو وېش هم ترسره شوی دی.
















