کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالي په ګزک کلي کې د ۳ میلیونه، ۱۶۴ زره او ۵۲۰ افغانیو په لګښت د اوبو بند يوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پروژې له بشپړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبه پیاوړې شي، د سیلابونو ګواښونه کنټرول شي او د اوبو سرچینو ساتنه به یقیني شي.
دغه پروژه د یو، این، ډي، پي موسسې په مالي مرسته او د زابل د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل شوې ده، څو د سیمې د کرنې او اوبو د مدیریت په برخو کې عملي ګټې ولري.
















