یحيی سریع: صهیونیستي یرغلونه د یمني ولس ارادې نه شي ماتولای

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۴ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “بریدجنرال یحيی سریع” د صهیونیستي اشغالګرو وروستي یرغل ته په غبرګون کې ویلي، چې دا بریدونه د تېرو په څېر د دښمن د جرمونو او وحشیانه کړنو یوه بله بېلګه ده.

هغه وویل، د صهیونیستي اشغالګر ريژیم د تیري هدف د یمني ولس ارادې ماتول دي؛ خو د تاریخ په اوږدو کې یمني ولس پر هر ډول ستونزو او جګړو کې بریالی پاتې شوی او هېڅ ډول بریدونه یې عزم نه شي کمزوری کولای.

یحيی سریع زیاته کړه، د اسرائیلي ځواکونو تېری یوازې د هغوی د جنایتونو او دښمنۍ تسلسل دی او دا کار به د یمني ولس پر خپلواکۍ، ازادۍ او مقاومت باور لا پسې زیات کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د یمن ولس به د خپلو ټولو قربانیو او تاوانونو سره سره د مقاومت له لارې د ازادۍ تر هدفه پورې ولاړ پاتې شي او دښمن به هېڅکله خپلو موخو ته ونه رسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button