اسامه حمدان: غزه کې د هېڅ هېواد ځواکونو ته اجازه نه ورکوو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي “اسامه حمدان” ویلي، چې د غزې په خاوره کې د هېڅ بهرني ځواک شتون د فلسطیني ولس لپاره د منلو نه دی.
نوموړي د یوې مرکې پر مهال ټینګار کړی، چې د هر بهرني هېواد د ځواکونو راتګ، که د ملګرو ملتونو تر نوم لاندې وي او که د کوم بل هېواد، د فلسطین د خلکو د حاکمیت خلاف عمل دی.
حمدان زیاته کړې، چې غزه یوازې د مقاومت ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او هېڅ بهرنی ځواک به د هغې پر امنیت او سیاسي چارو واک و نه لري.
ده دا هم ویلي چې د اوربند په تړاو خبرې روانې دي؛ خو د مقاومت د غوښتنو پوره کېدل شرط دي او حماس به هېڅکله د هغو شرایطو منلو ته غاړه کېنږدي چې د ملت د حقونو او د مقاومت د لاسته راوړنو ضد وي.
اسامه حمدان څرګنده کړه:
> “موږ د خپلو شهیدانو د وینو سپکاوی نه منو او د غزې د خاورې د دفاع مسوولیت یوازې د فلسطیني مقاومت په غاړه دی.”
هغه زیاته کړې، چې
د حماس دریځ روښانه دی: غزه نه د اشغالګرو ده، نه د بهرنیانو، بلکې د فلسطینیانو خپله خاوره ده، او یوازې هغوی پرې د واک حق لري.



