افغان ورزشکارانو فرید بشارت او عبدالکریم بدخشي خپلو امریکایي او فرانسوي سیالانو ته ماتې ورکړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۴ل)

د ازادو سیالیو دوه افغان لوبغاړو فرید بشارت او عبدالکریم بدخشي خپلو امریکایي او فرانسوي سیالانو ته ماتې ورکړې ده.

فرید بشارت نن د «یواېف‌سي» په سیالیو کې له خپل امریکایي سیال کریس ګویټیرز سره مبارزه وکړه او د امتیازونو په توپیر یې بریا خپله کړه. نوموړي تر دې مخکې ۱۳ سیالۍ ترسره کړې وې چې ټولې یې ګټلې دي، او دا یې څوارلسمه پرله‌پسې بریا ده.

د فرید بشارت ورور جاوېد بشارت، چې خپله هم د ازادو سیالیو لوبغاړی دی، پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «الحمدالله، بریا مو مبارک شه!»

بل‌خوا، افغان ورزشکار عبدالکریم بدخشي د فرانسې په کوګناک ښار کې د «KOC 18» سیالیو په لړ کې خپل فرانسوي سیال جیوواني فرنانډز ته ماته ورکړه.

د هغه ورور عبدالعظیم بدخشي د دې بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، دا لاسته‌راوړنه د ټول افغانستان لپاره د ویاړ وړ ده.

مربوطه مطالب

Back to top button