د افغان او ایراني چارواکو ترمنځ د سرحدي سوداګرۍ او ټرانسپورټ پر پراختیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د فراه والي، محمد حافظ مجاهد له ایران سره په سرحدي نقطه کې د دغه هېواد له یو شمېر مسوولینو سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانسپورټي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال دواړو لورو د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مهال د رامنځته کېدونکو ستونزو د حل، د سرحدي تګ راتګ د اسانتیاوو د زیاتولو او سوداګرو او بار وړونکو موټرو ته د لا غوره خدماتو د برابرولو پر لارو چارو بحث کړی دی.
چارواکي وايي، هڅه روانه ده چې د ګډو همغږیو له لارې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button