حماس د خپل لوړ پوړي قوماندان عزالدین الحداد د شهادت پخلی وکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند “حازم” قاسم نن شنبه تایید کړه چې د غزې په تړانګه کې د القسام لېوا لوړ پوړی قوماندان “عزالدین الحداد” د صهیونیستي اشغالګرو هوایي برید کې په شهادت رسیدلی دی.
د حماس ویاند ویلي، چې الحداد سره یې میرمن او زوی هم په شهادت رسېدلي، حماس دغه برید له اوربند ښکاره سرغړونه او ترهګریز عمل بللی دی.
د حماس ویاند ویلي، چې ډېر ژر به یې ځای ناستی وټاکل شي او خبرداری یې ورکړی، چې غچ به یې اخلي.
له غزې بیا سرچینې وایي، چې د حداد په ګډون یې د کورنۍ د غړو جنازې ترسره او خاورو ته سپارل شوي، چې زرګونو کسانو یې د جنازې په مراسمو کې برخه اخیستې وه.
د راپورونو له مخې، صهیونیستي ریژیم پرون جمعه د مې په “۱۵” مه نېټه د غزه په یوه استوګنیز اپارتمان هوايي برید کړی و، چې له امله یې اووه کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.



