کازان غونډه؛ افغانستان او قرغزستان د اقتصادي همکاریو او ریل پټلۍ پروژو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د لوړو زده کړو وزیر، ندا محمد ندیم د افغان پلاوي په مشرۍ د کازان د اوولسم بحث په څنډه کې د قرغزستان د لومړي وزیر له مرستیال امان ګیلډیوف او ورسره لوړپوړي پلاوي سره لیدلي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډو پروژو خبرې شوې دي.

ښاغلي ندیم ویلي، اسلامي هېوادونه باید خپلې اړیکې او تعاملات نور هم پیاوړي کړي او زیاته کړې ده چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري.

بلخوا قرغزستاني پلاوي افغانستان د سیمې لپاره مهم هېواد بللی او ټینګار یې کړی چې د ریل پټلۍ او نورو زیربنايي پروژو ملاتړ ته چمتو دي.

دواړو لورو د اقتصادي او علمي همکاریو د دوام او سوداګرو ته د اسانتیاوو پر زیاتېدو هم ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button