عباس عراقچي: تهران د خبرو د ناکامۍ په صورت کې جګړې ته چمتو دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که له امریکا سره روانې خبرې اترې ناکامې شي، تهران چمتو دی چې له واشنګټن سره مستقیمه پوځي نښته بېرته پیل کړي.

د الجزیرې د راپور له مخې، عراقچي خبرداری ورکړی چې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې دوام به نه یوازې سیمه بې‌ثباته کړي، بلکې واشنګټن ته به هم درنې اقتصادي پایلې ولري.

په ورته وخت کې د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمدرضا عارف ویلي، تهران نور د هرمز تنګي له لارې د «دښمن» پوځي تجهیزاتو د تېرېدو اجازه نه ورکوي او د دغه ستراتیژیک لارو په اړه یې د محدودیتونو د سختېدو خبرداری ورکړی.

مربوطه مطالب

Back to top button