بغلان کې د دوه میلیونه ډالرو په پانګونه د وریجو پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ
د بغلان ولایت د مرکزي ولسوالۍ اړوند د چمقلعې په سیمه کې د شاوخوا دوه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د وریجو د پروسس یوې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې.
د بغلان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوول محمد نعیم ویلي، چې دغه فابریکه د «مبارز برکتزي» کورني شرکت له لوري جوړېږي او موخه یې د کورنیو وریجو پروسس، د تولیداتو ارزښت لوړول او د هېواد د کرنیزو محصولاتو ملاتړ دی.
د نوموړي په وینا، د فابریکې له بشپړېدو وروسته به سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او د سیمې پر اقتصادي ودې به هم مثبت اغېز ولري.



