سعودي عربستان د حج لپاره د ګاونډیو هېوادونو ځمکنۍ لارې اعلان کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ

د سعودي عربستان د سړکونو عمومي ادارې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حج موسم لپاره د لارو ځانګړی لارښود خپور کړی، چې پکې له اتو ګاونډیو هېوادونو څخه مکې معظمې ته د تلونکو حاجیانو لپاره ځانګړې ځمکنۍ لارې ښودل شوې دي.
د یاد لارښود له مخې، دغه لارې د سعودي عربستان د پراخې سړکيزې شبکې له لارې له سپېڅلو مشاعرو سره نښلول شوې دي. راپور وايي، د سعودي د سړکونو ټولیزه شبکه له ۷۳ زره کیلومترو څخه زیاته ده.
د سعودي چارواکو په وینا، د همدې پرمختللې زېربنا له امله سعودي عربستان د جي شل هېوادونو په ډله کې د سړکونو د کیفیت له پلوه څلورم مقام خپل کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button