د حماس او منځګړو لومړۍ خبرې په شرم‌الشیخ کې ترسره شوې، پلاوي د جګړې د درېدنې غوښتنه وکړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۴ل)

د خلیل الحیة په مشرۍ د حماس اسلامي غورځنګ پلاوي د منځګړو هېوادونو له استازو سره په مصر کې د شرم‌الشیخ ښار کې د خبرو لومړۍ غونډه ترسره کړه.

د الجزیرې تلویزیون د سرچینو په وینا، دغه غونډه د مثبتې فضا په ترڅ کې ترسره شوه او دواړو لورو د روانو خبرو د لړۍ لپاره د “لار نقشه” او کړنلاره وټاکله.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د حماس پلاوي منځګړو ته څرګنده کړې، چې د صهیونیستي رژیم له لوري د غزې پر وړاندې روان بمبار او نظامي بریدونه د بندیانو د تبادلې پروسې پر وړاندې جدي خنډونه جوړوي.

په دې ناسته کې د حماس له لوري دوه هغه غړي هم شامل وو، چې څو ورځې وړاندې په دوحه کې د صهیونیستي برید هدف ګرځېدلي وو خو له هغې بريد څخه ژوندي وتلي دي — خلیل الحیه او زاهر جبارین.

د حماس دریځ ته نږدې سرچینې وايي، د حماس پلاوي منځګړو ته روښانه کړې، چې غورځنګ د خپلو ژمنو پابند دی، خو د هر پرمختګ لپاره د جګړې درېدنه بنسټیز شرط ګڼي.

د دوی په وینا، “تر هغه چې جګړه نه وي بنده شوې او د هغې د دوام د نه تکرار تضمین نه وي شوی، هېڅ تړون عملي کېدای نه شي.”

سرچینې زیاتوي، چې د خبرو دویم پړاو به د روانو امنیتي او سیاسي مشورو له بشپړېدو وروسته ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button