ننګرهار کې د ۴.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چیکډیمونو جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، د UNDP ادارې په ۴.۱ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ګوشتې او دوربابا ولسوالیو کې د دوو چیکډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، دغه چیکډیمونه ۱۵ او ۲۰ متره پراخوالی او ۴ متره ژوروالی لري چې د ۱۹۰ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا به ولري.

مسؤولين وایي، د پروژې په پلي کېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه، لسګونه جریبه ځمکه خړوبه او د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته به د کار زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button