د غزې جګړه؛ د مقاومت ځواکونو عملیاتو کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د غزې تړانګې په شمالي سیمو کې د مقاومت ځواکونو د صهیونیستي پوځ پر موټریز کاروان برید کړیو چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۳ صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې برید د درنو وسلو او چاودېدونکو توکو په وسیله ترسره شوی او اشغالګر پوځ ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې القسام لېوا د عملیاتو مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه به تر هغه روان وي څو چې د اسرائیلو وحشیانه یرغل دوام لري.

اسرائیلي رسنیو هم خپلو عسکرو ته د اوښتو تلفاتو پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button