اسراییلي پوځ: د یاسر ابو‌شباب په څېر همکارو مليشو ته اسراییل ته د ننوتلو اجازه نشته

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۴ل)

اسراییلي پوځ خبرداری ورکړی چې په غزه کې له هغوی سره همکاره ملېشې یا وسله‎والې ډلې به اسراییلو ته د داخلېدو اجازه ونه‎لري او باید د خپلو پرېکړو عواقب په یوازیتوب ومني.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې پر هېچا جګړه نه ده تحمیل شوې او همکاره عناصر باید د خپلو پريکړو مسوولیت په خپله ومني.

په خان‌یونیس کې د اسرائيلي پوځ د همکارې مليشې یو قوماندان، حسام الأسطل، اسراییلي رسنیو ته ویلي چې حماس غواړي د دولتي بڼې په نوم خپل نفوذ ښکاره او د ابو‎شباب په څېر ډلې تعقیب او له منځه یوسي، هغه زیاته کړې: «موږ به ورسره مخامخېږو، جګړې ته تیار یو او موږ بریالیتوب لرو.»

دغه راز یو عبري وېب‌سایټ راپور ورکړی چې د یاسر ابو‎شباب سر اوس د حماس په لاس کې دی او هر وخت يې چې وغواړي له منځه يې وړلای شي.

د راپورونو له مخې، یاسر ابو‎شباب په ۲۰۲۳ کې یوه ډله جوړه کړې چې پکې د حکومت پخواني چارواکي او د مخدره توکو سوداګر هم شامل وو؛ دوی د مرستندویه قافلو غلا کوله او بیرته يې دغه مرستې پلورلې او د اسراییلي ملاتړ له لارې یې سیمه کې بدیل محلي واک ټینګ کړی و.

همدارنګه ویل کېږي هغه له اسراییلو سره همکاري کړې او د خلکو د بې‎ځایه کولو په پروسو کې یې رول درلود.

مربوطه مطالب

Back to top button