د اسراییلي ځواکونو له شاتګ وروسته د زرګونو بې‌ځایه شويو فلسطینیانو خپلو کورونو ته د ستنېدو لړۍ روانه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۴ل)

د اسراییلي ځواکونو له شاتګ او د اوربند له پلي کېدو وروسته زرګونه بې‌ځایه شوي فلسطینیان د غزې تړانګې خپلو کورونو ته د ستنېدو لړۍ روانه ده.

د رویټرز د راپور له‌مخې، د خلکو اوږده کتارونه د ورانو شویو سیمو له لارې د غزې ښار پر لور روان دي. فلسطینیان د الرشید سړک له لارې خپل ښار ته د ستنېدو پر مهال د خوشحالۍ څرګندونې کوي، سره له دې چې جګړې پراخې ویجاړتیاوې پرېښې دي.

د اسراییلي پوځ په وینا، دا لومړی ځل دی له ۲۰۲۳ د اکتوبر له اوومې وروسته چې د غزې اوسېدونکو ته د ستنېدو اجازه ورکول کېږي. پوځ ویلي چې د جنوبي قوماندانۍ ځواکونه د بیا ځای پر ځای کېدو په حال کې دي او د مرستو لاریو ته به اجازه وي چې د صلاح‌الدین او الرشید لارو له لارې د جنوبي برخو نه تر شماله ازاد تګ راتګ وکړي.

په همدې حال کې، د اسراییلو رسنیو ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ اسراییلو ته ورسېږي او د اسرائيلو پارلمان کې به وینا وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button