حماس: د دوشنبې له سهاره به د اسرائیلي بنديانو د خوشې کولو لړۍ پیل شي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس اعلان کړی چې د لاسلیک شوي تړون له مخې به د دوشنبې په سهار د اسرائیلي بنديانو د خوشې کولو لړۍ پیل شي.

د حماس یوه لوړپوړي غړي اسامه حمدان ویلي، دغه تبادله د موافقې له مخې ترسره کېږي او تر اوسه په تړون کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د حمدان په وینا، د القسام ليواء مجاهدين د بنديانو د سپارلو ترتیبات سخت پټ ساتلي او د تسلیمۍ دقیق ځای یا وخت یې د حماس مشرتابه ته تر اوسه نه‌دی څرګند کړی.

نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ ۴۸ تنه بنديان ـ چې ډېری یې اسرائیلیان دي ـ خوشې شي.

له غزې د بنديانو له بېرته ستنېدو وروسته، اسرائیل به د امریکا په منځګړیتوب د اوربند د تړون د لومړي پړاو له مخې شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطيني بندیان له زندانونو خوشې کړي.

د حماس د بندیانو دفتر وایي، د فلسطیني بندیانو د نوملړ په اړه لا هم خبرې روانې دي، ځکه اسرائیل د ځینو کسانو چې نومونن يې ليست کې دي، په خوشې کولو اعتراض لري.

مربوطه مطالب

Back to top button