پاکستاني لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړله

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۴ل)

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، پاکستان نن (یکشنبه، د تلې شلمه) د تورخم پوله د مسافرو، لاریو او مهاجرینو پر مخ تړلې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا دروازه د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د پاکستاني پوځ پر پوستو د غچ‌اخیستونکو عملیاتو وروسته تړل شوې ده.

چارواکي زیاتوي، دا مهال سلګونه افغان مسافر، لسګونه سوداګریز موټر او یو شمېر ناروغان د تورخم په دواړو غاړو کې بند پاتې دي او له سختو ستونزو سره مخ دي.

د تورخم دروازې تړل د خلکو پر تګ‌راتګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر بهیر جدي اغېزه کړې ده.

د ننګرهار مسوولينو په وینا، د پولې تړل د پاکستاني پوځ پرېکړه ده او تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې دا دروازه به کله بېرته پرانیستل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button