ذبیح‌الله مجاهد: پاکستان د داعش په موجودیت سترګې پټې کړې؛ افغانستان له خپل حریم څخه د دفاع حق لري او هېڅ برید بې ځوابه نه پرېږدي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، پاکستان په خپله خاوره کې د داعش د شتون په اړه سترګې پټې کړې او پر ځای یې هڅه کوي چې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان واچوي. نوموړي دا څرګندونې نن (یکشنبه) د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه مهم مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې.

مجاهد وویل، افغانستان له خپل ځمکني او هوایي حریم څخه د دفاع مشروع حق لري، او اسلامي امارت به هېڅ ډول برید، سرغړونه یا د هوايي قلمرو نقض بې ځوابه پرېنږدي. هغه زیاته کړه، افغانان د خپل هېواد د دفاع لپاره په مېړانه ولاړ دي، او هر هغه لوری چې د افغانستان پر خاورې تجاوز وکړي، د سخت او پرېکنده ځواب تمه دې ولري.

نوموړي څرګنده کړه، د پاکستان د پوځ دننه یوه ځانګړې کړۍ شته چې نه یوازې پاکستان یې یرغمل کړی، بلکې د پیسو او بهرنیو امتیازاتو په تمه د افغانستان پر وړاندې شریر اقدامات کوي. د مجاهد په وینا، د پاکستان ډېری نظامیان، سیاستوال، دیني عالمان او ولس د دغې کړۍ له پالیسیو سره همغږي نه لري او له هغوی ستړي شوي دي.

هغه وویل، دغه کړۍ د افغانستان او اسلامي امارت پر ضد پروپاګند خپروي، جعلي معلومات تولیدوي او هڅه کوي د پاکستان متدین ولس ذهنیت د اسلامي امارت پر ضد مغشوش کړي. مجاهد زیاته کړه، دا کړۍ نه غواړي سیمه له تاوتریخوالي او جګړې خلاصه شي، بلکې په دوامداره توګه د فرضي کرښې په اوږدو کې ناندرۍ او شخړې راولاړوي.

مجاهد په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان د ټولو پولو او فرضي کرښې وضعیت تر بشپړ کنټرول لاندې دی او د ملي دفاع وزارت د موجودو امکاناتو له مخې د پولو د څار او پوښښ سیستم لا پیاوړی کړی دی. هغه وویل، د هېواد عمومي امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی او په تېرو اتو میاشتو کې هېڅ لوی امنیتي ګواښ نه دی رامنځته شوی.

د اسلامي امارت ویاند د هغو کړیو په اړه هم خبرداری ورکړ چې د بې‌اساسه افواهاتو، منفي تبلیغاتو او پروپاګند له لارې د خلکو ذهنیت ګډوډوي. هغه له ولسه وغوښتل چې دې ډول تبلیغاتو ته غوږ نه کړي او ډاډه اوسي چې اسلامي امارت د هېواد د ثبات او د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري.

مجاهد ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تفاهم، متقابل درناوي او د متقابل امنیت پر بنسټ د ښې اړیکې غوښتونکی دی. نوموړي وویل، اوس دا درک نړیوال شوی چې د افغانستان امنیت د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري، او اسلامي امارت به هر هغه اقدام هرکلی وکړي چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدو او د سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت لامل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button