د سوډان جګړه؛ د چټک ملاتړ ځواکونو هوایي بریدونو کې ۶۰ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۴ل)
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) نن سهار د بېپېلوټه الوتکو او توپونو په بریدونو کې د الفاشر ښار کې یو پناهځای په نښه کړی دی.
د راپور له مخې په دې برید کې د سوډان د پوځ ۶۰ تنه وژل شوي دي؛ خو د چټک ملاتړ ځواکونو د ملکي تلفاتو رپوټونه رد کړي دي.
د الفاشر ښار د سوډان د شمالي دارفور ایالت مرکز دی، چې اوسمهال پکې د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د سختژ نښتې روانې دي.



