ذبیح‌الله مجاهد: د سپین بولدک په ځوابي عملیاتو کې پاکستاني نظاميان وژل شوي، مرکزونه يې له منځه تللي، وسلې او ټانکونه نیول شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، چې نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په لور د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، د یادو بریدونو له امله تر اوسه د ۱۲ تنو ملکي هېوادوالو د شهادت او له ۱۰۰ څخه د زیاتو د ټپي کېدو راپورونه ترلاسه شوي دي.

مجاهد زیاته کړې، چې له دې بریدونو وروسته افغان ځواکونه هم د خپل حریم او خاورې د دفاع په موخه ځوابي برید ته مجبوره شول.

د ښاغلي مجاهد د څرګندونو له مخې، په متقابلو عملیاتو کې ګڼ شمېر پاکستاني متجاوز پوځیان وژل شوي، د هغوی څو پوستې او نظامي مرکزونه د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلي، وسلې او ټانکونه یې نیول شوي، او د هغوی زیاتره نظامي تأسیسات له منځه تللي دي.

ښاغلی مجاهد وایي، جګړه د سهار په شاوخوا اته بجو د افغان ځواکونو له لوري کنټرول شوې، خو په خبره يې مجاهدین لا هم په لوړ مورال د خپلې خاورې، حریم او ولس د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.

مربوطه مطالب

Back to top button