له لبنان څخه پر اشغالي فلسطین ګڼ توغندي ویشتل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۴ل)

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب‌الله ځواکونو له لبنان څخه پر اشغالي فلسطین ګڼ توغندي ویشتلي دي.

راپورونه وايي، چې توغندي د اشغالي فلسطین د “اېلات” ښار پر لور توغول شوي او د صهیونیستي پوځ درې پوځي اهداف یې په نښه کړي دي.

د حزب‌الله له لوري تر اوسه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې؛ خو صهیونیستي رسنیو منلې چې د ایلات په سیمه کې د توغندیو د لګېدو له امله د پوځ درې تاسیسات زیانمن شوي دي.

صهیونیستي چارواکي ادعا کوي، چې ځینې توغندي یې د دفاعي سیستم له‌خوا شنډ کړي؛ خو ځینې یې هدف ته رسېدلي دي.

د لبنان او اشغالګر رژیم ترمنځ د پولو په اوږدو کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې جګړه روانه ده.

د ویلو ده، چې څو ورځې وړاندې د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله غزه کې د اوربند تړون ته په غبرګون کې ویلي و، چې غزه کې تر جګړې وروسته صهیونیستي ريژیم د دوی پر وړاندې یوې پراخې جګړې ته چمتوالی نیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button