روسي شرکتونه په افغانستان کې د کانونو، برېښنا او اوبو د مدیریت په برخو کې پانګونه کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۴ل)

 د اقتصادي معاونیت د خپرپاڼې له مخې، د روسي شرکتونو استازو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې دوی چمتو دي په افغانستان کې د نفت، جست، مسو او کرومایټ ډبرو د اکتشاف او استخراج، د اوبو مدیریت، د برېښنا تولید او د تخنیکي ماشین الاتو د تولید په برخو کې پانګونه وکړي، او د همغږۍ د اسانتیا لپاره به ژر په کابل کې خپل رسمي دفتر پرانیزي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د روسي شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت به له ټولو بهرنيو پانګه‌والو سره د بشپړې همکارۍ او آسانتیاوو برابرولو ته ژمن وي.

مربوطه مطالب

Back to top button