حامد کرزی: د پاکستان بریدونه د افغانستان پر حاکمیت ښکاره تېری دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري پر افغانستان د هوايي او ځمکنيو بریدونو په کلکو ټکو غندنه کړې ده. نوموړي ویلي، دغه بریدونه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یو شمېر ملکي کسانو د مرګ‌ژوبلې لامل شوي، «صریح تجاوز» او د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.
کرزي له قرباني شویو کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ څرګندونه کړې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان د خپلې غیرمنطقي او د پايلو نه سنجوونکې پالیسۍ سره مخ دی، او د افغان ولس د ځورولو له لارې نشي کولی له خپلو ستونزو ځان خلاص کړي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان ولس د خپل هېواد او خاورې په دفاع کې یو موټی او یو‌غږ دی، او د پاکستان لپاره دا په ګټه ده چې له تېري لاس واخلي او د ګاونډيتوب او نړیوالو اصولو پر بنسټ له افغانستان سره د ملګرتیا اړیکې ټینګې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button