د غزې بشري حقونو مرکز: اسراییلي اشغالګرو ۴۳ ځله له اوربند سرغړونه کړې ۹ فلسطينيان شهيدان شوي 

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۴ل)

د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اوربند د يو اړخيزې سرغړونې راپورونه خپاره شوي دي. د اسرائيلي اشغالګرو له لوري د شجاعیې په ختیځ کې ډزې او توپچي بمبارۍ شوي، د خانیونس په ختیځ کې د وسایطو له خوا ډزې ترسره شوي او د غزې په ښار کې هم توپچي بریدونه شوي دي.

د غزې د بشري حقونو د مرکز د راپور له مخې، له تېرو څو ورځو راهیسې اسراییلي اشغالګرو لږ تر لږه ۴۳ ځله د اوربند سرغړونه کړې، چې له امله یې ۹ تنه فلسطينيان شهيدان شوي دي.

له بل پلوه، د اسراییلو حکومت د رفح د دروازې نه پرانیستل هم د بشري حقونو او نړیوال بشري قانون سرغړونه ګڼل شوې، ځکه ویل شوي چې دغه اقدام د حماس پر وړاندې د بندیانو د جسدونو د بیرته را سپارلو د فشار لپاره تر سره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button