کتائب القسام: ټول نیول شوي ژوندي بنديان او مړي مو اسراییلو ته وسپارل، د پاتې جسدونو موندل وخت نیسي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۴ل)

د حماس نظامي ليواء کتائب القسّام اعلان کړی چې د هغوی په لاس کې ټول هغه ژوندي او مړي بندیان چې موجود وو، اسراییلو ته سپارل شوي دي.

 القسّام زیاتوي چې د تړون مطابق د پاتې بندیانو جسدونه موندل او تسلیمول وخت غواړي، خو دوی هڅه کوي تر څو هغه هم وسپاري.

د راپور په حواله، تېره شپه حماس څو وژل شوي اسراییلي بندیان هم اسراییلو ته وسپارل؛ ویل شوي چې له سپارل شویو څلورو جسدونو درې د اسراییلي عسکرو او یو جسد د یو فلسطینی وو چې ادعا شوې هغه د اسراییلو جاسوس و او په عملیاتو کې له نورو سره وژل شوی و.

القسّام وايي، د یاد شوي فلسطیني جسد به نن بیرته غزې ته ولېږدول شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې دواړو لورو ترمنځ د بندیانو او جسدونو د تبادلې موضوع لا هم د ځینو جزئیاتو او موندنو په تړاو روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button