ولسمشر عون: اسراییلو په ملکي سیمو او تولیدي تاسیساتو بریدونه کړي او د لبنان د بېثباته کولو هڅه کوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ تله، ۱۴۰۴ل)
د لبنان ولسمشر جوزیف عون د اسراییلو وروستي بریدونه پر جنوبي سیمو وغندل او هغه یې د منظمې تهاجمي تګلارې برخه وبلله.
عون ویلي، اسراییل غواړي د ملکي تاسیساتو په نښه کولو سره د لبنان اقتصادي بیا رغونه او ملي ثبات ګډوډ کړي.
جوزیف عون همدارنګه ټینګار کړی، چې دغه تهاجمي کړنې د ملګرو ملتونو د ۱۷۰۱ پرېکړهلیک او د ۲۰۲۴ کال د اوربند له تړون سره څرګندې سرغړونې دي. نوموړي له نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې د اسراییلو د دوامدارو سرغړونو او زور زیاتي پر وړاندې عملي ګامونه واخلي.



