امير خان متقي: د مسکو فارمټ ناسته بې‌سارې وه، له هند سره مو د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا هوکړې کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د وزارت له مسوولینو سره په ناسته کې د مسکو فارمټ د اوومې ناستې او له هغې وروسته د خپل هندي سفر جزئیات شریک کړل.

نوموړي وویل، دا ځل اسلامي امارت په رسمي توګه د ناستې غړی و، او د روسیې، چین او نورو هېوادونو استازو د افغانستان د ثبات، حاکمیت درناوي او ګډو همکاریو په اړه مثبت دریځ څرګند کړ.

متقي زیاته کړه، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره یې د سیمې او نړۍ پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.

هغه د خپل هندي سفر په اړه وویل، دا یو تاریخي او د لاسته راوړنو ډک سفر و، چې پکې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او تعلیمي همکاریو د پراخېدو په اړه بحث وشو.

نوموړي وویل، له هندي چارواکو سره د سفارتي اړیکو د لوړېدو، ګډې کمېټې پر جوړېدو، د چابهار بندر د اسانتیاوو د پراخېدو او د واګا بندر د ستونزو د حل پر سر هوکړې وشوې.

متقي ټینګار وکړ، اسلامي امارت متوازن سیاست تعقیبوي او د خپلو ملي منافعو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

مربوطه مطالب

Back to top button