زلمی خلیلزاد: قطر د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند غځولی و، خو پاکستان مات کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د قطر د منځګړیتوب له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعته اوربند د غځولو هڅه بریالۍ شوې وه، خو دا اوربند د پاکستان له لوري مات شو. خلیلزاد دا څرګندونې د پکتیکا په ارګون کې د تېرې شپې برید ته په اشارې سره کړې او پوښتنه یې کړې چې ولې پاکستان نه شي زغملای چې افغانستان د اوږدو جګړو وروسته په سوله کې ژوند وکړي.

هغه د قطر رول “رښتینی او مثبت منځګړیتوب” بللی او له پاکستانه یې غوښتی چې که ځان یو ریښتینی ګاونډی بولي، نو د افغانستان پر وړاندې دې بریدونه او مداخله ودروي. د نوموړي په وینا، دا ډول کړنې د سیمې ثبات ته جدي ګواښ پېښوي.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې، چې افغان ملت دا مهال له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی، او پاکستان مخکې له دې بمباریو څخه تر یو میلیون ډېر افغان کډوال په زور شړلي دي. هغه پوښتنه کړې: “ایا پاکستان دومره زغم نه لري، چې خپل جګړه‌ځپلی ګاونډی لږ په آرام پرېږدي؟”

مربوطه مطالب

Back to top button