د اوربند له تړون د صهیونیستي ریژیم سرغړونې؛ یمن یې پر وړاندې د بریدونو ګواښ کړی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، صهیونیستي رژیم د غزې د اوربند له تړون څخه ګڼې سرغړونې کړي دي. ویل کېږي، چې د اسرائیلو بې‌پيلوټه الوتکو په ځینو سیمو کې بریدونه کړي او ملکي اهداف یې په نښه کړي دي.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” خبرداری ورکړی، چې که د اوربند له تړون سرغړونې دوام وکړي، یمني ځواکونه به د صهیونیستي رژیم پر وړاندې خپل بریدونه بیا پیل کړي.

یحیی سریع زیاته کړې، «موږ د فلسطین له ملت سره د ملاتړ ژمنې ته وفادار یو، او که اشغالګر بیا جګړې ته مخه کړي، زموږ غبرګون به سخت او دردناک وي.»

د یادونې ده چې د غزې د اوربند تړون څو ورځې وړاندې د نړیوالو د منځګړیتوب په نتیجه کې لاسلیک شوی و؛ خو د تازه سرغړونو راپورونه د وضعیت د بیا خرابېدو وېره زیاتوي.

مربوطه مطالب

Back to top button