حماس: د نتنیاهو لخوا د رفح بندر نه‌ پرانیستل د غزې تړون څخه څرګنده سرغړونه ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ ویلي، چې د صهیونیستي ريژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له لوري د رفح بندر د پرانیستلو څخه انکار د غزې د وروستي تړون څخه څرګنده سرغړونه ده.

د حماس ویاند “جهاد طه” په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د تړون له مخې باید رفح بندر د بشري مرستو او تجارتي توکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوی وای؛ خو د صهیونیستي حکومت دا پرېکړه د تړون د مواردو خلاف ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د بندر تړل د غزې ولس ته د بشري ناورین د دوام معنی لري او دا کار به د مقاومت زغم نور هم کم کړي.

حماس ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د تړون د عملي کولو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي او د اشغالګر رژیم سرغړونې وغندي.

د راپورونو له مخې، د رفح بندر تړل د مرستو د رسېدو لړۍ ټکني کړې او د غزې په بېلابېلو برخو کې خلک له سختو اقتصادي او روغتیایي ستونزو سره مخ کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button