مولوي محمد یعقوب مجاهد: د دوحې په خبرو کې د ډېورنډ موضوع نه ده شامله، هر هېواد سره د اړیکو جوړولو حق لرو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوحې په وروستیو خبرو کې د ډېورنډ پر فرضي کرښه هېڅ بحث نه دی شوی او دا موضوع د دواړو ولسونو د پرېکړې وړ ده.

ښاغلي مجاهد دا څرګندونې له دوحې څخه د انلاین خبري غونډې پر مهال وکړې. هغه ټینګار وکړ، چې ډېورنډ کرښه د افغانانو دریځ دی او هېڅکله به ورته د رسمي پولې یا “باډر” په نوم اشاره ونه‌شي کېدای.

مولوي محمد یعقوب زیاته کړه، چې د اسلامي امارت سیاست روښانه دی: “موږ د هېچا ملاتړ نه کوو او نه مو کړی، دا زموږ اصولي او ثابت دریځ دی.”

دفاع وزیر د هېواد د خپلواک دریځ په اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل، افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه د هر چا سره د اړیکو جوړولو حق لري، او هېڅوک دې د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ د سانسور هڅه نه کوي.

ښاغلي مجاهد ټینګار وکړ، چې افغان لوری هېڅکله د بل هېواد پر خاوره تېری نه کوي، خو د خپل هېواد د خاورې او ولس د دفاع لپاره په مېړانه ولاړ دی. هغه زیاته کړه: “موږ د جګړې غوښتونکي نه یو، خو که څوک زموږ د هېواد حریم نقض کړي، بیا چوپ پاتې کېدل ناشوني دي.”

نوموړي دا هم وویل، چې د دوحې په وروستیو خبرو کې دواړو لورو پر اوربند، د متقابل درناوي او د ستونزو د حل لپاره د خبرو پر دوام هوکړه کړې ده.

مولوي یعقوب مجاهد د خبرو په پای کې څرګنده کړه، چې راتلونکې ناسته به په ترکیه کې ترسره شي، چیرې چې د قطر هوکړې د پلي کېدو څرنګوالی او د څار میکانېزمونه به وڅېړل شي.

هغه په ټینګار سره وویل: “موږ د سولې، متقابل درناوي او د ښه ګاونډیتوب اصولو ته ژمن یو، خو هېچا ته به د افغانستان د خاورې د سرغړونې اجازه ورنه‌کړو.”

مربوطه مطالب

Back to top button