کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف د ټاپي پروژې له عملي چارو د افغانستان په خاوره کې ګډه لیدنه کړې ده.
ملا برادر اخوند د لیدنې پر مهال وویل، د ټاپي پروژه د سیمهییزې همکارۍ او ګډې سوکالۍ لپاره مهمه ده او دا مهال یې په افغانستان کې د عملي چارو ۱۴ کیلومتره پرمختګ کړی دی. هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت لیدلوری یوازې تر ټاپي محدود نه دی، بلکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي دهلېز د پراختیا لپاره هم هڅې روانې دي.
د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف د اسلامي امارت له همکارۍ مننه وکړه او ټاپي یې د سیمې د اقتصادي ثبات لپاره مهمه پروژه وبلله. نوموړي وویل، د پروژې د تطبیق لپاره اوس غوره شرایط برابر دي او له بشپړېدو وروسته به افغانستان ته هر کال شاوخوا یو میلیارد ډالر عاید په لاس ورشي.
دا لومړی ځل دی چې د ترکمنستان ملي رهبر د پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې څاري.


















