کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۴ل)
یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین په بېلابېلو سیمو کې د صهیونیستي رژیم پر مهمو پوځي اهدافو توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې د یمني ځواکونو دغو بریدونو د دښمن مهمو تاسیساتو او پوځي مرکزونو ته درانه زیانونه اړولي دي.
یمني لوري ویلي، چې دغه بریدونه یې د اوربند له هوکړې د صهیونیستي ترهګر ريژیم د دوامداره سرغړونو په غبرګون کې ترسره کړي دي.
تر اوسه د صهیونیستي رژیم رسنیو د یادو بریدونو په اړه کره جزئیات نه دي خپاره کړي.


















