کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۴ل)
د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د هرات ولايت په صنعتي پارک کې د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې دويم فاز پرانيست.
ملا عبدالغني برادر اخوند زياته کړه چې اسلامي امارت د هېواد د صنعت د ودې لپاره ځانګړې پاملرنه لري او د همدې موخې لپاره د کورنيو او وارداتي برېښنا د توليد سترې پروژې پيل شوې دي.
نوموړي پر ټولو پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او ډاډ يې ورکړ چې اسلامي امارت له هغوی سره هر ډول همکارۍ ته تيار دی.
د مسؤلينو په وينا، د کابل فولاد فابريکې په دويم فاز کې شل ميليونه ډالر پانګونه شوې چې په ورځني ډول د ۵۰۰ ټنه اوسپنې د پروسس ظرفيت لري.


















