کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۴ل)
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په کابل کې یې خپله ډیپلوماټیکه استازولي د سفارت تر کچې لوړه کړې ده.
د وزارت په وینا، دا ګام د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا لپاره د نوي ډیلي د ژمنتیا څرګندونه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل د هند سفارت به له افغانانو سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د بشري مرستو، روزنیزو پروګرامونو او ظرفیت لوړونې په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال مولوي امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال ویلي وو، چې ډېر ژر به په کابل کې د هند سیاسي استازولي د سفارت کچې ته لوړه شي.


















