حماس: تړون کې د وسلو سپارلو خبره نشته

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر غړي او ویاند “حسام بدران” ویلي، چې د تازه لاسلیک شوي سولې تړون کې د وسلو سپارلو یا بې‌وسلې کېدو هېڅ بند نه شته.

نوموړي زیاته کړې، حماس خپله وسله د فلسطین د ملت د دفاع لپاره ساتلې او دا د ملت د مبارزې او قربانیو سرې کرښه ده.

د ده په وینا، تړون یوازې د جګړې د بندېدو، د محاصرې د پای ته رسېدو او د بیا رغونې د چارو د پیل په اړه دی، نه د مقاومت د ختمېدو.

بدران ټینګار کړی، چې تر هغه به وسله‌وال مقاومت روان وي، څو چې د فلسطین بشپړه ازادي نه وي ترلاسه شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button