کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۴ل)
د جنوبي کوریا د پوځ د ګډو مشرانو د اعلامیې له مخې، شمالي کوریا له پلازمېنې پیونګیانګ څخه سوېلي لور ته د څو لنډ واټن بالستیک توغندیو ازموینه کړې ده.
د چارواکو په وینا، دغه توغندي شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره پورته شوي او د هېواد ختیځ لوري ته د سمندر پر لور لګېدلي دي.
د جنوبي کوریا پوځ ویلي، دوی د امریکا له پوځ سره په ګډه هر ډول احتمالي پارونې ته د ځواب ویلو بشپړ چمتووالی لري.
د جاپان لومړۍ وزیرې سنا تاکایچي ویلي، چې هېڅ توغندی د جاپان خاوره یا اقتصادي سیمې ته نه دی رسېدلی او د زیان راپور نه شته. هغې زیاته کړه چې توکیو د واشنګټن او سويل سره په نږدې همغږۍ کې دی او د توغندیو د خبرداري معلومات په ریښتیني وخت کې شریکوي.
شنونکو ویلي، شمالي کوریا ښایي د راتلونکې اونۍ د “ایپېک” اقتصادي غونډې تر مخه یا پر مهال د خپلو وسلو ازموینې زیاتې کړي، څو ځان د اټومي ځواک په توګه ومني.


















