کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۴ل)
د اسرائیلو ۱۴ تلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د دوو کلونو جګړې وروسته هم د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د غزې پټې او ښکاره برخې کنټرولوي او اوس هم یو قوي پوځي ځواک ګڼل کېږي.
راپور زیاتوي، چې حماس دا مهال شاوخوا ۲۰ زره جنګیالي، زرګونه آرپيجي، زرګونه منځني واټن توغندي او له ۱۰ زرو زیات اوږد واټنه توغندي لري.
سرچینې وایي، دغه غورځنګ اوس هم ۸ لویې قطعې او ۲۴ فعاله کنډکونه لري او د حماس ډېری تونلونه لا هم فعاله دي.


















