دفاع وزارت: د پاکستان سره وروستۍ هوکړه یوازې د اوربند او متقابل درناوي په اړه ده، نورې ادعاوې حقيقت نه لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي، چې له پاکستان سره وروستۍ هوکړه یوازې د اوربند، متقابل درناوي او د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو په اړه ده.

دفاع وزارت څرګنده کړې، چې له دې پرته هر ډول ادعا بې‌اساسه ده او حقیقت نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد رسمي څرګندونې د یادې هوکړې ټول جزئیات روښانه کوي او د هغه خبرې د دولت د رسمي دریځ استازیتوب کوي.

د ملي دفاع وزارت په خبره، دغه هوکړه پوره اوربند، د امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او تاسیساتو نه‌هدف ګرځول، د شخړو د حل لپاره د مذاکرې لاره، او د یو بل پر ضد د بریدونو له ملاتړ ډډه کول تضمینوي.

وزارت ټینګار کړی، چې له دې چوکاټ بهر هر ډول څرګندونې ناسمې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button