په خوست کې د لوړو بیو او نرخونو سرغړونې له امله ۱۹ دوکانونه وتړل شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۴ل)

د خوست ولایت د نرخونو کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمېسیون د ښار په بېلابېلو سیمو کې د خوراکي توکو ۱۹ دوکانونه د لوړو بیو د کارونې له امله تړلي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، یادو دوکاندارانو د غلو، اوړو او نورو اساسي توکو بیې له ټاکل شویو نرخ‌نامو پورته اخیستلې.

د پرېکړې له مخې، دغه دوکانونه موقتاً مهر او تړل شوي، او ټاکل شوې ده چې د ژمن لیک تر اخیستو او د بیو د سمون وروسته بېرته پرانیستل شي. مسؤلین وایي، یاد اقدام د بازار د ثبات او د خلکو د حقونو د خوندي کولو په موخه ترسره شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button